به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

ويټامينونه (Vitamins)

سال

: 2020.09.27

ګروه ها

: بیولوزي

قیمت

: 500

تعداد صفات

: 35

کد فایل

: 405

مقطع

: لیسانس

 سریزه: امابعد : زه دلوى اومتعال خداى (ج) شكر اداكوم ،چې موږ مسلمانانو ته يې دراحت او ارام ژوند ټولې روښانه لارې په خپل روښانه كتاب قرآن كريم كې  په پوره وضاحت سره بيان كړي دي او زموږ دژوندداړتيا وړشيان يې په ځمكه كې په پوره نظام اوحكمت سره پيدا كړي ،موږ ته يې دموجوداتو (اسمانونو ،ځمكي ) اودخپل ځان دپيدايښت په باره كې دتفكر او دهغې په حكمت باندې يې دپوهېدلو لپاره عقل راكړى ،ددې لپاره چې دالله (ج) په مخلوقاتو كي فكر وكړو اود خپل موقف ادراك وكړو ځكه چې موږ دې دنيا ته ددې لپاره رالېږل شوي يو چې يواځې اويواځې ديوه الله (ج) عبادت وكړو او دهغه لوى ذات، په يواځېتوب ياد كړو څېښتن تعالى ټول نعمتونه چې په انسانانو يې پېرزوكړي دي دهريوه ارزښت ډېر لوړ او په خپل ځاى كي ورته اهميت وركول كيږي ويټامينونه هم يوداسي نعمت دى چې دانسان بدن روغ اوسلامت ساتي دانسان دبدن وده يوې ودانۍ ته ورته والى لري كه يوه ودانۍ موږجوړوونو مختلف شيان ورته برابروو دبېلګي په ډول دبنسټ لپاره ډبري،دېوالونو لپاره خښتي، ددروازو او كړكيولپاره لرګي ، ددېوالونو دښكلا لپاره پلستر او رنګونه لنډه داچې لكه څنګه چې يوې ودانۍ دښكلا لپاره ډول ډول ښكلي شيان كاروو اوښكلې اوښايسته ودانۍ ترېنه جوړيږي همدغه راز زموږ بدن د ودې او قوت لپاره ښواوقوي خوړوته اړتيالري لكه څنګه چې په ودانۍ كي دخرابوشيانو د كارونې څخه لږوخت وروسته هم هغه ودانۍ ژر خرابيږي او بيا رغاونې ته اړتيا لري همدغسې زموږ بدن كه ښه اوپوره خواړه ترلاسه نه كړي ژر دى چې كمزورى او له نوې ناروغۍ سره به په لاس اوګرېوان شي دبدني ودانۍ دټولوڅخه سترګلكار ژوند ځواك (قوت حيات) دى چې دڅومرستيالانو له ډلې څخه يې ويټامينونه (Vitamins)ښه او غوره مرستيالان دي دغه د بدن په رغاوي او جوړونه كي هم هغه ډول چارې پر مخ بيايې لكه ديوې ودانۍ په رغاوي كي چې يې خټګر ، رنګمال ، تركاڼ او نور سرته رسوي .او هم دغه ډول ويټامينونه هم جلا جلا نومونه لري لكه ويټامين A ،ويټامين B ،ويټامين C ،ويټامين D او ويټامين E او دغه ويټامينونه  هريو دبدن په رغاوي او جوړونه كي ديو بل سره مرسته كوي  دويټامينونو دكمښت له امله دبدن وده او نشو نما په ټپه دريږي بدن ورو ورو كمزورى كيږي او هغه ځواك چې دناروغۍ مخنيوى كوي له منځه ځي دناروغيو مخه نيول او بيا روغتيا تر لاسه كول څه اسان كار نه دى نو دناروغۍ له راتګ څخه پخوا بايد دا فكر وكړو هغه لګښت چې دناروغۍ دمخ نيوي لپاره ددرملو په رانيولو كوو بايد دخوړو په رانيولو يې وكړو دروغتيا اصول وپېژنو او هغه خواړه وپيژنو چې ويټامينونه لري او په ځانګړي ډول دB ويټامين په روغتيا بښنه كي ځكه لوى لاس لري چې هغه دناروغيوپه سلو كي اتيا مخنيوى كوي او درمل په سلو كي شل خوكه درملنې پرمهال كه له ناروغۍ سره برابر او موافق خواړه ونه كارول شي نو نه يواځې دغه په سلوكي شل مخنيوى هم نشي كولاى لا چې ناروغۍ نورې هم پنجې كلكوي او لا زياتيږي  اودا ترلمر روښانه ده چې يو چاته څو ورځې سر په سر خواړه ورنه كړل شي كمزورى كيږي، وچېږي (مانده كيږي) او په پاى كي مري لنډه دا چې هم دغه خواړه چې انسان ته قوت او دبدن سلامتيا وربښي.

.

 لړلیکونه

سريزه    1

ويټامينونه  (Vitamins)  3

دويټامينونو تا ريخچه (     ( History of Vitamins 4

د انحلال په لحاظ د ويټامينونو ډولونه       6

ويټامين بي (Vitamin B)            8

د ويټامين بي (Vitamin B) گټي :           9

د ويټامينB د کمښت ستونزې :   9

د ويټامين Bعمده منابع: 9

ويټامين B1 يا F )تيامين(Thiemine        10

دتيامين (Thiamine) نسيتمني (فقدان) :           11

دتيامين د کميدو اعراض:           12

هغه فکترونه چې دتيامين ياويټامين B1 ضرورت متاثرکوى: 12

دتيامين ياويټامينB1 لابرتوارى تشخيص: 12

ويټا مين B2(رايبوفلاوين)Riboflavin       13

دويټامين B2دکمښت ستونزې:    14

دويټامين B2زياتوالى:     14

دويټامين B2عمده منابع: 15

د ويټامينB2 (رايبوفلاوين )نيستمني:      15

هغه اعراض چې د ويټامينB2 د کميدوڅخه پيداکېږي:      16

ويټامينB5 ياپانتوتينک اسيد       16

د ويټامينB5 منابع) :(Sources   17

دويټامينB5  دکمښت ستونزې :  17

دويټامين B5کلينکې اعراض:      17

ويټامين B6    يا پريدوکسين (pyridoxine ):         18

دويټامينB6  منابع:        19

دويټامين B6 کمښت ستونزې :    19

دويټامين B6  دکمبود اثرات:       19

هغه فکتورونه چې دويټامين B6 ضرورت زياتوى:    20

ويټامين B7 ياH )بيوتين( Biotin  21

د بيوتين د فقدان او اعراض:        22

دويټامين B7 يا بيوتين غوره او عمده منابع:           22

ويټامين B12 يا کوبالامين 23

د ويټامين B12 منابع:     24

د ويټامين B12 جذب:     24

د ويټامين B12 د کموالي ستونزې:           25

ويټامين B12 دکمبودلابراتواري تشخيص:  26

ويټامين B9 يا فلاسين falacin يافوليک اسيد folic acid    27

دفوليک اسيد منابع       28

د فوليک د کمبود اثرات  29

دفوليک اسيد کلينکې استعمال  30

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059